کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په کابل کې د روسیې سفیر د دغه وزارت سرپرست وزیر ته د مسکو په مشورتي غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د روسيې سفير زیاته کړې، چې له افغانستان سره اړيکې د روسيې لپاره مهمې دي او د سرپرست حکومت پلاوي ته بلنه ورکول کیږي چې د دغه هېواد په کوربه توب په ټولو سيمه ييزو او نړيوالو غونډو کې ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت سرپرست د مسکو په راتلونکې ناسته کې د ګډون لپاره د بلنې له امله د مننې ترڅنګ زیاته کړې، چې افغانستان له پیله د مسکو په غونډو کې ګډون کړی دی او په دې برخه کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د مسکو غونډې له ۲۰۱۷ کال راهیسې د روسیې په نوښت پیل شوې او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ایران، پاکستان، چین، هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو (تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان) د استازو په ګډون جوړیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/