کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت له لوری په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې په کابل کې د روسیې سفیر د دغه وزارت سرپرست وزیر ته د مسکو په مشورتی غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د روسیې سفیر زیاته کړې، چې له افغانستان سره اړیکې د روسیې لپاره مهمې دی او د سرپرست حکومت پلاوی ته بلنه ورکول کیږی چې د دغه هېواد په کوربه توب په ټولو سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې ګډون وکړی.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت سرپرست د مسکو په راتلونکې ناسته کې د ګډون لپاره د بلنې له امله د مننې ترڅنګ زیاته کړې، چې افغانستان له پیله د مسکو په غونډو کې ګډون کړی دی او په دې برخه کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د مسکو غونډې له ۲۰۱۷ کال راهیسې د روسیې په نوښت پیل شوې او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ایران، پاکستان، چین، هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو (تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان) د استازو په ګډون جوړیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ