کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې سرپرست وزیر کابل کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند، ترکیې او اندونیزیا سفیرانو او د دیپلوماتیکو ماموریتونو مشرانو سره کتلی دی.
د خبرپاڼې له مخې متقی په دې کتنه کې د سیمې له هېوادونو سره د افغان حکومت د ډیپلوماټیکو اړیکو وضعیت د پام وړ ښه بللی او ټینګار یې کړی چې د سیمې هېوادونه دې له افغانستان سره د مثبت تعامل د زیاتوالی او دوام لپاره سلا مشورې وکړی.
د خبرپاڼې له مخې نوموړی له نړیوالو سره پر مثبت تعامل د ټینګار ترڅنګ یو ځل بیا ویلی، چې د یونما او یوه خپلواک مرکزی حکومت په شتون کې د افغانستان لپاره د ځانګړی استازی ټاکلو ته اړتیا نشته او هېوادونه باید له راټوکېدلو فرصتونو څخه د بالقوه ګواښونو د مدیریت په تړاو همغږی ولری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ