کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوی امیرخان متقی د افغان – قزاق ګډ نړیوال نندارتون د پرانېستی په مراسمو کې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلی ویلی، افغانستان او سیمه کې د داعشی بریدونو تر شا درې ګاونډی هېوادونه لاس لری.
نوموړی زیاته کړې، چې درې ګاونډی هېوادونو په سیمه کې داعش ته زمینه برابره کړې، چې یو یې بشری قوه ورکوی، بل یې د روزنې، تمویل او ترویج کار پرمخ وړی او بل هېواد یې بیا بریدونو کولو ته رسوی.
متقی یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغانستان نورو ته ضرر نه رسوی او له نورو هم غواړی، چې افغانستان کې له ورانکاره کړنو څخه لاس واخلی.
دا په داسې حال کې دی، چې افغانستان کې د داعش ډلې د شویو بریدونو په تړاو اکثریت وخت د تاجکستان او پاکستان اتباع نیول شوی او وژل شوی دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ