بهر ته تللی افغانان دې راشی او خپل هېواد ته دې خدمت وکړی

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۸مه او د فبرورۍ ۲۷مه نېټه ده) د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر مولوی خیرالله خیر خواه له امریکا او کاناډا څخه د مېرمنو په ګډون راغلیو افغانانو سره وکتل.
باختر اژانس راپور ورکړی چې؛ په دې کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر وویل چې په هېواد کې امنیت ټینګ دی، د هغه په وینا، هر افغان ته اړینه ده چې د هېواد پر ارزښت پوه شی او د هېواد په آبادۍ کې فعاله ونډه واخلی.
هغه د راغلیو افغانانو پر راتګ خوښی څرګنده کړه او بهر ته له تللیو افغانانو یې وغوښتل چې هېواد ته راشی او له اسلامی امارت سره اوږه په اوږه هېواد ته خدمت وکړی.
ورته مهال له امریکا څخه راغلې مېرمن صوفیه د اسلامی امارت په بریا خوښی وښوده او زیاته یې کړه چې خپل وطن ته پرته له امتیاز کار کولو ته چمتووالی لری.
مېرمن صوفیې له اسلامی امارت غوښتی چې دوی ته یو دفتر ورکړی څو له دغې لارې له ښځو سره په ګډه پرته له معاش او امتیاز هېواد ته خدمت وکړی.
له کاناډا او امریکا څخه راغلی هارون احمدزی او سید اغا وایی، هیله لری اسلامی امارت داسې یو طرحه جوړه کړی چې له لارې یې دوی وکولای شی په امریکا کې له دوی سره په اړیکه کې افغانانو ته راتګ لپاره زمینه برابره کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.