بهر ته د افغانی توکو صادرات؛ د سوداګرۍ وزارت یې له ډېروالی خبر ورکوی

ګهیځ: نن پنجشنبه (د لیندۍ ۱۱مه) د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی په روان کال کې یې تر اوسه د ۹۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت افغان توکی بهر ته لېږدولی دی.

د اسلامی امارت ویاند انعام الله سمګانی پر خپل ټویټر د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست حاجی نورالدین عزیزی له قوله لیکلی، چې د روان کال تر لړم میاشتې پورې یې د ۹۳۰ میلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت توکی صادر کړی دی.

د عزیزی په خبره دا صاردات به د روان کال تر پایه له یو میلیارد ډالرو هم لوړ شی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رسمی راپور پر بنسټ افغانستان په تېر ۱۳۹۹ لمریز کال کې یوازې د ۷۷۷ میلیونه ډالرو په ارزښت توکی صادر کړی وو.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.