معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بهر ته د افغاني غالیو په صادراتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

بهر ته د افغاني غالیو په صادراتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې په وروستیو څلورو میاشتو کې د غالیو په صادراتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د دغه وزارت د مسوولینو په وینا، د روان کال له وري تر چنګاښ میاشتې پورې د څه باندې ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ ترکیې، امریکا، متحده عربي اماراتو، ایټالیا او ازبکستان ته صادرې شوې دي.
له دې سره سم د غالیو یو شمېر صادروونکي وايي، چې د غالیو د صادراتو د ډېرښت په موخه باید له هېواد بهر ورته بازار موندنه وشي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د پاکستان، ترکیې امریکا، متحده ایالاتونو، ازبکستان او متحده عربي اماراتو هېوادونو ته د ۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ صادرې شوې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس