کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې په وروستیو څلورو میاشتو کې د غالیو په صادراتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د دغه وزارت د مسوولینو په وینا، د روان کال له وری تر چنګاښ میاشتې پورې د څه باندې ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ ترکیې، امریکا، متحده عربی اماراتو، ایټالیا او ازبکستان ته صادرې شوې دی.
له دې سره سم د غالیو یو شمېر صادروونکی وایی، چې د غالیو د صادراتو د ډېرښت په موخه باید له هېواد بهر ورته بازار موندنه وشی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښیی، چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د پاکستان، ترکیې امریکا، متحده ایالاتونو، ازبکستان او متحده عربی اماراتو هېوادونو ته د ۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ صادرې شوې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ