بهر ته وړل شوې د افغانستان چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته سپارل کېږی

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د وږی/سنبلې ۲۹مه او د سپټمبر ۲۰مه نېټه ده) د ځینې بهرنیو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان د پاشل شوې اوردو چورلکې له تروریزم سره د مبارزې په موخه د هوکړې پر بنسټ د تاجکستان او ازبکستان په واک کې ور کول کېږی.
پولیټیکو خبری شبکه وایی، دا چورلکې چې شمېر یې شاوخوا ۵۰ ته رسېږی، امریکا د یو غیر رسمی امنیتی تړون پر بنسټ له تروریزم سره د مبارزې لپاره دغو هېوادونو ته سپاری.
پولیټیکو د خپلو سرچینو له قوله دا هم ویلی، چې دا معامله کولی شی په اوږد مهال کې د امنیتی معلوماتو ترلاسه کولو او د تروریستی فعالیتونو د څارنې لپاره د دریمې سیمې د ایجاد لامل شی.
کال وړاندې د جمهوریت له سقوط سره سم د افغانستان د پخوانۍ اوردو ګڼ شمېر الوتکې تاجکستان او ازبکستان هېوادونو ته یوړل شوې، چې د تېر کال ۱۵م د اګسټ راهیسې هلته دی.
د ا.ا حکومتی چارواکو ویستل شوې چورلکې د افغانستان ملکیت بللی او په وار وار یې د دې غوښتنه کړې چې بېرته دې دغه هېواد ته وسپارل شی خو تر اوسه د دغو چورلکو په تر لاسه کولو نه دی بریالی شوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.