کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانی چارواکو غوښتی، چې خېبر کې دې مخابراتی شبکې ژر تر ژره بېرته فعالې او د سوله ییزو اعتراضونو حق ته دې درناوی وکړی.
د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د مخابراتی شبکو په پرچاو کولو او د سړکونو په بندولو سره د اعتراضونو مخنیوی د بیان د ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسی د حقونو سرغړونه ده.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې د پاکستان حکومت باید د سوله ییزو لاریونونو پر وړاندې له غیرقانونی ځواکونو او میتودونو کار وانه خلی.
له بلې خوا د پېښور لوړې محکمې د خېبر پښتونخوا ایالتی حکومت ته ویلی، چې پولیسو ولې د خېبر په جمرود کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو پر ضد له اوښکې بهونکی ګاز څخه کار اخیستی؟
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو شکایت کړی، چې حکومت د دوی د هغې جرګې لپاره، چې د اکتوبر په یوولسمه یې رابللې، خېمې سوځولی او پر خلکو یې د اوښکی بهونکی ګاز د شیندلو ترڅنګ انترنیټ او موبایل ټیلیفون شبکې ټولې بندې کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ