کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د حج او اوقاف وزارت ویلی، چې له افغانستانه سعودی عربستان ته د افغان زیارت کوونکو د لېږد بهیر بشپړ شو.
د خبر پر بنسټ سږ کال له افغانستانه سعودی عربستان ته د حج لپاره ۳۰ زره افغان زیارت کوونکی د کابل، کندهار، مزارشریف او هرات له هوایی ډګرونو ولېږدول شول.
د سعودی عربستان د حج او عمرې وزارت تمه ښکاره کړې، چې سږکال به د نړۍ له یو سل او شپېته هېوادونو دوه میلیونه کسان د حج په مراسمو کې ګډون وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ