بیت المال؛ حکومت وایی ساتنه یې د ټولو ګډ مسولیت دی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غوایی یا ثور ۵مه او د اپرېل میاشتې ۲۵مه نېټه ده) افغان حکومت وایی دا د ټولو ګډ مسوولیت دی چې هېواد ځان بسیاینې ته ورسوی.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقانی په خپلو تازه څرګندونو کې پر امنیتی کسانو او د حکومت پر نورو غړو غږ کړی چې د بیت المال ساتنې ته کلکه پاملرنه وکړی.
نوموړی ویلی چې امنیتی کسان دې له بېځایه غوښتنو او لوړو خواهشاتو تېر شی او ټول دې د هېواد د امنیت او ځان بسیاینې په برخه کې هڅه وکړی.
د حکومت دغه لوړپوړی چارواکی پر خپلو کسانو غږ کړی چې د بیت المال له توکو سره دې پوره پام کوی، هر ګام دې په غور او ایماندارۍ اوچتوی او له زړه دې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره هڅه وکړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.