بینیټ وایی افغان حکومت ور سره د انجونو د منځنی ښوونځیو په تړاو د ژر اعلان ژمنه کړې

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولی ۸مه او د مۍ میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګړی استازی وایی، د افغانستان د اسلامی امارت مشرانو ور ته ویلی، چې د نجونو منځنیو ښوونځیو په اړه به ژر اعلان وکړی.
د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د څانګې دغه استازی او راپورټر ریچارډ بینیټ په اووه ورځنی سفر افغانستان ته راغلی و.
بینیټ له دغه سفر وروسته په یوه مرکه کې هیله ښودلې چې انجونې به په بشپړ ډول (له لومړی ټولګی تر ۱۲مه) ښوونځی ته د تګ موقع و مومی.
هغه ویلی، که څه هم په کاری ډګر کې د ښځو فعالیتونه محدود شوی خو افغان چارواکی په روغتیایی او تعلیمی سکټور کې پر ښځو بندیزونه نه لګوی.
بینیټ ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانستو په برخه کې د اسلامی امارت پر مشرانو فشارونو ته دوام ورکړی، څو ډاډه شی چې دوی به په دې اړه خپلې کړې ژمنې عملی کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.