کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر نورجلال جلالي کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره کتلي.
د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې دواړو لوریو بېړنیو ناروغانو لپاره د وېزې پر صدور، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د ماشوم او مور د روغتیايي خدمتونو ښه والي او د ترکیې په ملاتړ د افغانستان په روغتونونو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي.
همدارنګه، د دواړو هېوادونو ترمنځ په روغتیايي برخه کې د پخوانیو هوکړه لیکونو د بیاکتنې پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د روغتیا په برخه کې له ترکیې سره دوه اړخیزې همکارۍ ضروري ګڼلي او د لا زیاتو مرستو غوښتنه یې ترې کړې ده.
د ترکیې سفیر هم په دې برخه کې د ملاتړ ژمنه کړې ده.
دغه ناسته د افغانستان او ترکیې ترمنځ د روغتیا په برخه کې د همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم ګام بلل کیږي، چې وبه کولی شي پر پاکستاني روغتونونو د افغانانو اتکاء د پام وړ تر بریده راکمه کړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/