بېړنیو ناروغانو ته د ویزو ورکړې په اړه د ترکیې له سفیر سره خبرې شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر نورجلال جلالی کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره کتلی.

د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې دواړو لوریو بېړنیو ناروغانو لپاره د وېزې پر صدور، د روغتیایی کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د ماشوم او مور د روغتیایی خدمتونو ښه والی او د ترکیې په ملاتړ د افغانستان په روغتونونو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړی.

همدارنګه، د دواړو هېوادونو ترمنځ په روغتیایی برخه کې د پخوانیو هوکړه‌ لیکونو د بیاکتنې پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د روغتیا په برخه کې له ترکیې سره دوه اړخیزې همکارۍ ضروری ګڼلی او د لا زیاتو مرستو غوښتنه یې ترې کړې ده.

د ترکیې سفیر هم په دې برخه کې د ملاتړ ژمنه کړې ده.

دغه ناسته د افغانستان او ترکیې ترمنځ د روغتیا په برخه کې د همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم ګام بلل کیږی، چې وبه کولی شی پر پاکستانی روغتونونو د افغانانو اتکاء د پام وړ تر بریده راکمه کړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.