معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تاجکستاني چارواکو له توماس نیکلاسن سره د افغانستان پر تړاو خبرې کړې

تاجکستاني چارواکو له توماس نیکلاسن سره د افغانستان پر تړاو خبرې کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره د افغانستان پر مسایلو خبرې کړي.

سرچینې ویلي، دواړو لورو په دې کتنه کې د افغانستان د روانو پرمختګونو، ګواښونو او ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د ګډو همکاریو په اړه غږېدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې د تاجکستان او اروپايي ټولنې ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پراختیا او د دوه اړخیزو اړیکو راتلونکې د دې خبرو نور موضوعات وو.

تاجکستان په افغانستان کې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د سیمې هغه هېواد دی، چې له سرپرست حکومت سره یې نږدې اړیکي نه دي ټينګې کړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس