کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر د اروپایی ټولنې له ځانګړی استازی توماس نیکلاسن سره د افغانستان پر مسایلو خبرې کړی.
سرچینې ویلی، دواړو لورو په دې کتنه کې د افغانستان د روانو پرمختګونو، ګواښونو او ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د ګډو همکاریو په اړه غږېدلی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې د تاجکستان او اروپایی ټولنې ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پراختیا او د دوه اړخیزو اړیکو راتلونکې د دې خبرو نور موضوعات وو.
تاجکستان په افغانستان کې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د سیمې هغه هېواد دی، چې له سرپرست حکومت سره یې نږدې اړیکی نه دی ټینګې کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ