معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تاجکستان د افغانستان تر پولو رېل پټلۍ ته پراختیا ورکوي

تاجکستان د افغانستان تر پولو رېل پټلۍ ته پراختیا ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د آسیا پلس خبري آژانس د راپور پر اساس د تاجکستان او جنوبي کوریا تر منځ د نوې لاسلیک شوې هوکړې له مخې تاجکستان د افغانستان تر پولو رېل پټلۍ غځوي.

د تاجکستان د ټرانسپورټ وزیر عزیز ابراهیمي ویلي، چې د دې ریل پټلۍ د جوړولو موخه د افغانستان، پاکستان او هند په ګډون د جنوبي آسیا د هېوادونو بازارونو ته رسېدل دي.

نوموړي زیاته کړې، چې که دا پروژه په بریالیتوب سره پلې شي، له ګاونډیو هېوادونو سره به د سوداګریزو توکو لېږد – رالېږد زیات شي، چې د تاجکستان او د سیمې د نورو هېوادونو لپاره به ډېره ګټه ولري.

د دغې پروژې د تطبیق موده درې کاله ښودل شوې او لګښت يې هم څلور ميليونه ډالره اټکل شوى دى.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس