کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د آسیا پلس خبری آژانس د راپور پر اساس د تاجکستان او جنوبی کوریا تر منځ د نوې لاسلیک شوې هوکړې له مخې تاجکستان د افغانستان تر پولو رېل پټلۍ غځوی.
د تاجکستان د ټرانسپورټ وزیر عزیز ابراهیمی ویلی، چې د دې ریل پټلۍ د جوړولو موخه د افغانستان، پاکستان او هند په ګډون د جنوبی آسیا د هېوادونو بازارونو ته رسېدل دی.
نوموړی زیاته کړې، چې که دا پروژه په بریالیتوب سره پلې شی، له ګاونډیو هېوادونو سره به د سوداګریزو توکو لېږد – رالېږد زیات شی، چې د تاجکستان او د سیمې د نورو هېوادونو لپاره به ډېره ګټه ولری.
د دغې پروژې د تطبیق موده درې کاله ښودل شوې او لګښت یې هم څلور میلیونه ډالره اټکل شوى دى.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ