تاجکستان کې د افغانستان په اړه امنیتی غونډه جوړېږی

تاجکستان کې د افغانستان په اړه امنیتی غونډه جوړېږی
ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۴مه او د مۍ میاشتې ۲۵مه نېټه ده) رسنۍ راپور ورکوی چې تاجکستان به د دوه ورځو لپاره د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وی، چې د سیمې د هېوادونو استازی به ګډون په کې کوی.
ټاکل شوې چې دغه غونډه به راتلونکې پنجشنبه پیل شی.
د غونډې د بحث موضوع د افغانستان روان وضعیت، امنیت او پر سیمه یې اغېز ښودل شوی. د معلوماتو له مخې په دې غونډه کې به د تاجکستان په ګډون، د هند، روسیې، چین او ایران استازی ګډون وکړی.
هندی رسنۍ وایی چې په دې کنفرانس کې به د هند ټینګار په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو وی.
تر دې وړاندې هم د سیمې هېوادونو په بېلو کفنرانسونو کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دی او ټینګار یې کړی چې دوی دلته د پراخ بنسټه او ټولګډونه حکومت ملاتړی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.