تاجکستان کې له افغان کونسلګرۍ څخه د سرپرست افغان حکومت یو پلاوی لیدنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۶ نېټه):
ګهیځ نیوز ته د رسېدلو اطلاعاتو له مخې د تاجکستان په خاروغ کې له افغان کونسلګرۍ څخه د سرپرست افغان حکومت یو پلاوی لیدنه کړې ده.
ظاهراً د دغې پلاوی سفر د واورو له امله د دغې کونسلګرۍ د ویجاړې شوې برخې رغون ښودل شوی، خو ویل کیږی چې موده وړاندې د سرپرست افغان حکومت له لوری د تاجکستان لپاره خپل استازی هم نومولی، چې د تاجکستان حکومت یې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
کۀ څه هم تاجکی چارواکو تر اوسه د دغه خبر پخلی نه دی کړی، خو د سرپرست افغان حکومت د خارجه وزارت یو شمېر غړو دغه هېواد ته د خپل یو پلاوی د تللو پخلی کړی دی.
بهرنیو چارو وزارت کې عبدالقهار بلخی هم ویلی، چې د دوی یو هیئت د تاجکستان په بدخشان سیمه کې د افغان کونسلګرۍ د بیا رغون په موخه سفر کړی دی.
د دغه سفر خبر په داسې مهال نشریږی چې دې وروستیو کې د سرپرست افغان حکومت ډیپلوماټان د ایران، ترکیې او متحده عربی اماراتو په ګډون یو شمېر هېوادونو کې ځای پرځای شول او د اطلاعاتو له مخې په یو شمېر نورو هېوادونو کې د نویو ډیپلوماټانو د ځای پرځای کولو هڅې روانې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.