کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د یو شمېر بهرنیو رسنیو د راپورونو په اساس د تایوان په پرونۍ زلزله کې د ټپیانو شمېر ۱۰۳۸ او د مړو شمېر نهو ته رسېدلی دی.
د اطلاعاتو له مخې د ۹۳ تنو د ژغورنې هڅې روانې دي او ۵۲ نور نادرکه شوي دي.
د تایوان د ځایي رسنیو په خبره د دې زلزلې له امله سړکونه او ودانۍ ویجاړې شوي او د برېښنا مزو د پرې کېدو ترڅنګ نور ګڼ خدمات له ستونزو سره مخ شوي دي.
دغه زلزله پرون د چهارشنبې ورځ د ځایي وخت سهار مهال د تایوان په ختیځ کې رامنځته شوه، چې زورور ټکانونه یې په فیلیپین، چین او جاپان کې هم حس شول.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/