تایوان کې د پرونۍ زلزلې له امله ژوبلو کسانو شمېر له زرو واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د یو شمېر بهرنیو رسنیو د راپورونو په اساس د تایوان په پرونۍ زلزله کې د ټپیانو شمېر ۱۰۳۸ او د مړو شمېر نهو ته رسېدلی دی.

د اطلاعاتو له مخې د ۹۳ تنو د ژغورنې هڅې روانې دی او ۵۲ نور نادرکه شوی دی.

د تایوان د ځایی رسنیو په خبره د دې زلزلې له امله سړکونه او ودانۍ ویجاړې شوی او د برېښنا مزو د پرې کېدو ترڅنګ نور ګڼ خدمات له ستونزو سره مخ شوی دی.

دغه زلزله پرون د چهارشنبې ورځ د ځایی وخت سهار مهال د تایوان په ختیځ کې رامنځته شوه، چې زورور ټکانونه یې په فیلیپین، چین او جاپان کې هم حس شول.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.