معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تحریک انصاف ګوند د عمران خان په ملاتړ لاریونونه پيلوي

تحریک انصاف ګوند د عمران خان په ملاتړ لاریونونه پيلوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۵ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې د عمران خان تر نېول کېدو وروسته تحریک انصاف ګوند په پاکستان کې د لاریونونو اعلان کړی دی.
د راپور پر بنسټ د دغه ګوند مرستیال شاه محمود قریشي په خلکو غږ کړی، چې احتجاج ته راووځي.
هغه ویلي، چې عمران خان د پاکستان د راتلونکې لپاره مبارزه کوي او په دې لار کې باید یواځې پرېنښودل شي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په ځینو ښارونو کې د شنبې په ورځ ناوخته خلک لاریونونو ته وتلي، خو دولتي رسنۍ دا لاریونونه خلکو ته نه ورښيي. تحریک انصاف ګوند هغه قاضي په بې انصافۍ او په تعصب تورن کړی، چې عمران خان ته یې د دریو کلونو بند او یو لک روپیو جرمانې سزا اورولې ده. عمران خان د ګډوډۍ په جوړولو او فساد هم تورن دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس