کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۵ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې د عمران خان تر نېول کېدو وروسته تحریک انصاف ګوند په پاکستان کې د لاریونونو اعلان کړی دی.
د راپور پر بنسټ د دغه ګوند مرستیال شاه محمود قریشی په خلکو غږ کړی، چې احتجاج ته راووځی.
هغه ویلی، چې عمران خان د پاکستان د راتلونکې لپاره مبارزه کوی او په دې لار کې باید یواځې پرېنښودل شی.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په ځینو ښارونو کې د شنبې په ورځ ناوخته خلک لاریونونو ته وتلی، خو دولتی رسنۍ دا لاریونونه خلکو ته نه ورښیی. تحریک انصاف ګوند هغه قاضی په بې انصافۍ او په تعصب تورن کړی، چې عمران خان ته یې د دریو کلونو بند او یو لک روپیو جرمانې سزا اورولې ده. عمران خان د ګډوډۍ په جوړولو او فساد هم تورن دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ