کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر تخار ته د خپل سفر په لړ کې د یاد ولایت په پوهنتون کې د پنځو پروژو پرانیسته وکړه.
د راپور پر بنسټ، په دې پروژو کې د لمریزې برېښنا ۴۰ کیلو واټ سیستم، د کرنې پوهنځی څېړنېز فارم، ۳ کیلومتره سړک، د یوه جومات د جوړونې او د عربی او انګلیسی ژبو روزنیز مرکز جوړول شامل دی.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دې پروژو د پرانیستې په مراسیمو کې وویل، چې په راتلونکی کې په بېلابېلو تحصیلی بنسټونو کې دې ورته نورې رغنیزې او انکشافی پروژې تر لاس لاندې لری.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳
گهیځ