تخیل او خلاقیت

ژباړه او زیاتونه: د بغلان پوهنتون استاذ، ګل رحمن رحمانی

د تیاتر په یوه صحنه کې یم او مربی راته کیسه کوی:

سترګې پټې کړه، سترګې تړم او په یوه تصور کې ډوبېږم، له اوبو، ځنګل او غره نیولې تر توپ، سړک، موټر او هلته کوڅه کې د چرګانو تر اذانونو هر څه حس کوم.

زما عمر تر ټولو کم ؤ، د مربی ددې لارښوونې سره سره به مې زړه تنګ شو، یوه سترګه به مې په غلا لږ لوڅه کړه، څو نور ووینم چې څه کوی. همدا وخت به مې پام شو چې مربی به ګوته پر مخ را کېښوده او غږ به یې کړ.

دروغ، چل او فرېب بند دی.

د تیاتر صحنې په منځ کې په یوه کړۍ د ننه ولاړ وم، په تیاره او سکوت کې به مې داسې تورو ته غوږ نیولی ؤ چې ډېر وخت به مې دې غږونه ته د ننه په ذهن کې بڼه ورکوله او تورو به خپل نقش هلته لوباوه.

د اوړی داسې وختونه به هم په ذهن کې راغلل چې د کنګل او یخ نیولو اوبو له پاسه به مې قدم اېښوده او لاندې به په کې کبان روان وو.

کله کله به مې په شاپرکو او بلبلانو پسې منډې وهلې.

یوه ورځ به مې له یوه هلک سره په دې سبب جنجال ؤ چې زما د فوټبال توپ یې څېرلی ؤ، بله ورځ به مو بیا یو ځای په واده کې نڅا کوله.

لنډه دا چې ډېر داسې کارونه به مې په ذهن کې تر سره کول چې په واقعیت کې به مې هېڅکله هم نه وو تر سره کړی.

هر ډول تمرین به مې کاوه، منډه، ډیالوګ ویل، نارې وهل او حتی د مربی له خوا ښودل شوی ځای ته په پټو سترګو سفر کول؛ په دې ټولو کې سخت راحت وم.

خپل د لوبو توکی به مې سترګو ته راوستل، د هغوی جوړې، رنګونه او بیا یې د خپلو همزولو له ورته لوبتوکو سره پرتلنه، ما کولای شول چې دا هر څه له کومې هڅې او سختۍ پرته هغسې تصور کړم چې غوښتل شوی وو.

که به مربی وویل چې یو داسې مېز تصور کړئ چې دوه ستر وزرونه لری او د ورېځو له پاسه الوت کوی، یا یوه داسې میاشه وکاږئ چې همدا اوس مو د ملګری پر غوږ ناسته ده، نو هېچا به د ناتوانۍ څرګندونه نه کوله، حتی ډېر ځله به د خپلو تصوراتو په سبب خندا اخیستی وو.

اوس راځو خپلې خبرې ته او هغه دا چې د تصویر جوړونې او تخیل لپاره هېڅوک هم موږ ته دا میتود نه شی را یادولی او کومه روزنه هم نه غواړی، دا یو داسې کار یا پروسه ده چې له ماشومتوب څخه ورسره اشنا یوو او کولای شو چې په هر ډول شرایطو کې یې ترسره کړو.

د تخیل قدرت یا ځواک اصلا دلته خپل ځان ښکاروی، تصور، تخیل، خوب، ارام او ټول اړوند څیزونه انسان ته د نفس کښلو په څېر واجب دی.

دا کوم داسې مهارت نه دی چې د پوهې، روزنې او د علم د کسب پر بنسټ دې تر لاسه شی. البته کله کله محدودیت لری، موږ کولای شو چې انسانان، ګلونه، دفتر، کتاب، جامې او … په اسانۍ سره تصور کړو، ځکه چې دا ټول مو لیدلی دی، یانی ټول هغه څه چې له ماشومتوب نه تر نن پورې راباندې تېر شوی او زموږ پر تخیلی ځواک اغېز پرېږدی.

خو د هغو شیانو تصور چې تر اوسه مو نه لیدلی او نه مو هم حس کړی دی، ډېر ګران او د ځینو لپاره بیخی نا ممکن دی.

تخیل څنګه د خلاقیت پالنه تر سره کوی؟

کله چې موږ خپل ذهن ته حرکت ورکوو او داسې لوری او اړخ ته یې وړو چې تر اوسه مو تجربه کړی نه دی، نو په حقیقت کې داسې تصویرونه جوړوو چې خپله د پنځونې له جنسه دی او خپله د خلاقیت ځواک پیاوړی کوی.

د یوې متفاوتې نړۍ حس کول ځانګړی نبوغ، استعداد او هوښ ته اړتیا لری، دا یو داسې تمرین دی چې هر وخت که وغواړو یا ونه غواړو، ورسره مخامخ کېږو.

هر وخت که داسې یو احساس وکړو چې خلاقیت مو تمام شوی او نور د حرکت لپاره کوم لوری نه لری، باید سترګې پټې کړو او په خپل خیال کې سیر او مزل وکړو. باید له هغه فضا څخه تېر شو چې په کې یوو، داسې ځای ته ځان ورسوو چې زړه مو غواړی، د تاریخ پاڼې واړوو، په تېر او راتلونکی کې ورک شوو، خپل وزرونه پرانېزو، والوزو او دومره اوچت شو چې ورېځې هم راڅخه لاندې پاتې شی.

هر څومره چې د خپل تخیل پر ځواک زیات کار وکړو، خلاقیت هم پیدا کېږی او خپل بېرغ اوچتوی. ټول هغه کسان چې شاهکار هنری اثار، تلپاتې اختراعات او نه هېرېدونکې لیکنې یې پرېښې دی، په حقیقت کې یې هغه خوبونو ته وزرونه ورکړی چې له مودو یې په سر کې وو.

برادران رایټ چې تل به یې د الوت په اړه فکرونه کول، ټېلېفون یې جوړ کړ، همداسې هغه کسان چې نقاشی یې سازه کړه، مجسمه یې وتراشله، سپین کاغذونه یې له کلمو ډک کړل یا یې غږونه په سندرو واړول، دوی بې خلاقیته نه وو.

ددې لپاره چې خپل تخیل ته ښه والی ور په برخه کړو یا په بل عبارت تر ټولو غوره تخیل ولرو، نو اړینه ده چې نوې تجربې حاصل کړو او هغه شیان چې د تصور توان یې لرو، په ښه ډول وپېژنو. الیور ساکس وایی: هوښ، تخیل، استعداد او خلاقیت که د پوهې او مهارت بنسټ ونه لری، نو کوم ځای ته نه شی رسېدلای.

زموږ تکراری پوهه، اګاهی او تجربې ممکن زموږ د ذهنی فضا ساحه تنګه کړی، دا چې له اوږدې مودې راهیسې مو ذهن له یو لړ الګوګانو ډک دی او ورسره ملګری یوو، نو امکان نه لری چې متفاوت څېزونه دې ووینو.

یو ځای مې لوستی وو:

موږ غالبا داسې عادت شوی یوو چې ټول شیان باید په ځانګړی روش او ټاکلی شکل ووینو او تصور یې کړو، همدې چارې د نوو شیانو تصور راته ګران کړی دی. د نوو شیانو د ایجاد یوه لاره دا ده چې تېر ته ستانه شو او وګورو چې د خپلو شته تصوراتو لپاره مو کوم داستانونه شاته پرېښی که نه؟

نو په دې اساس د تخیل د بهبود لپاره یوازې د نوې پوهې او تجربې تر لاسه کول بسنه نه کوی، ځینې وختونه باید په خپلو تېرو تجربو کې هم لټون وکړو او پر مټ یې د نوو پېښو پاڼې واړوو. اړتیا ده چې شاته ستانه شوو او ټول شیان له نوی لیده وګورو، باید یوه پراخه نړۍ جوړه کړو او بې وېرې حرکت په کې وکړو.

ددې لپاره غوره لار ممکن دا وی چې د خپلو ذهنی الګوګانو شکل او فورم مات کړو، هر څه اپوټه کړو، داسې اس تصور کړو چې په ګامونه ځی، داسې فیل چې الوزی، داسې ونه چې هندوانې په کې شنې شوې یا داسې چتکی چې ګاډۍ کشوی. د هر څه په اړه چې فکر کوو نا ممکن دی.

برنارد شاه وایی: ته تل یو څه وینې او بیا یې وایې، ولې؟ خو زه داسې شیان په خوب او خیال کې راولم چې هېڅ وخت یې شتون نه درلود او وایم چې ولې نه؟

له دې توضېحاتو وروسته د تیاتر د تمرین ډله په خورا غوره توګه درک کوم.

موږ باید د خلاقیت او تخیل په برخه کې داسې نقشونه پر غاړه واخلو چې په درون کې مو نشته، که داسې ونه کړو نو هېڅکله هم نه شو کولای چې د یوه روږدی انسان نقش ولوبوو یا له مور او پلار کېدو وړاندې د مورولۍ او پلارولۍ خوند حس کړو.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.