کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست الوزرا د اقتصادی مرستیال په مشرۍ د ملی تدارکاتو کمېسیون نوبتی غونډه کې د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې دی.
د خبر پر بنسټ مسوولینو ویلی، چې په دې پروژو کې د ملی دفاع، مالیې، اوبو او انرژۍ، لوړو زدهکړو وزارتونو او د افغانستان بانک، برېښنا شرکت، کابل ښاروالۍ او د افغانستان د ګاز او نفتو دولتی شرکت پروژې شاملې دی.
رسنیو ته په دې اړه تر دې زیات جزیات نۀ دی په ډاګه شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ