کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملی تدارکاتو کمېسیون له لوری د شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظورې شوې.
د راپور پر بنسټ، د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د یاد کمېسیون په ناسته کې پر ۲۷ پروژو بحث شوی، چې له ډلې یې د ۲۴ هغو تړونونه منظور شوی دی.
منظور شوې پروژې د ملی دفاع، کورنیو چارو، ټولګټو، مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ، عامې روغتیا، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دی.
په منظور شویو پروژو کې د پارنده پنجشیر د مایکرو هایدل برېښنا بند جوړولو، زابل ولایت کې د توری بند د پاتې چارو بشپړولو، په کابل ښار کې د ځینو مهم سړکونو اساسی جوړونې، په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسولو، د چټکو انټرنټی خدمتونو رسولو او نورې پروژې شاملې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ