ترافیکی پېښو تېرو ۶ میاشتو کې د ۱۲ سوه کسانو ژوند اخیستی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترافیکو ریاست مسوولین ویلی، چې هېواد کې د تېرو شپږو میاشتو پرمهال شاوخوا ۲ زره ۷۰۰ ترافیکی پېښې شوی دی.

د دوی په وینا دغو ترافیکی پېښو کې ۱۲ سوه کسانو ژوند بایللی او څه باندې ۴ زره نور کسان په کې ژوبل شوی هم دی.

موټر چلوونکی بیا د معیاری سړکونو نشتون او د ځینو موټر چلوونکو بې غوری د دغو پېښو اصلی لامل بولی.

تر دې وړاندې د ترافیکو عمومی ریاست هېواد کې د ترافیکی پېښو د مخنیوی لپاره د یوې طرحې خبر ورکړی و.

د هغې له مخې به د برېښنایی مدیریت طرحه په هغو پنځو لویو لارو کې عملی شی، چې تر ټولو ډېرې ترافیکی پېښې په کې کیږی .

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.