ترکمنستان د افغانستان تولید ۱۵۰زره ټنه ګول سیخ پېری

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې ترکمنستان په روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د افغانستان تولید ۱۵۰زره ټنه ګول سیخ پېری.

د یاد وزارت ویاند رسنیو ته ویلی، چې افغانستان د ګول سیخ د تولید په برخه کې ځان‌ بسیاینې ته رسېدلی دی.

د ده په خبره اوس هېواد کې د اوسپنې ویلې کولو څه باندې ۴۰ کارخونې فعالیت لری او په دغو کارخونو کې په مستقیمه توګه له درې تر څلور زرو تنو په کار بوخت دی.

افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د راکړې – ورکړې په حال کې دی، تېر کال پاکستان ته ۶۰ زره ټنه ګول سیخ او په روان کال کې ترکمنستان ته د ۱۵۰ زره ټنه د صادراتو تړون لاسلیک کړ.

بل لور د اوسپنې ویلې کولو ټولنې مسوولین وایی، هېواد کې د فولادو د تولید د کارخونو د ملاتړ لپاره سرپرست حکومت باید د اوسپنې ځینې کانونه د دوی په واک کې ورکړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.