معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکمنستان وایي، افغانستان ته د برېښنا د لېږد لړۍ غځوي

ترکمنستان وایي، افغانستان ته د برېښنا د لېږد لړۍ غځوي

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۴ مه نېټه):
د ترکمنستان د خپلواکې ورځپاڼې د راپور له مخې د ترکمنستان د ولسمشر سردار بیردي محمدوف د لاسلیک شوي فرمان له مخې د ترکمنستان د برېښنا دولتي شرکت، ترکمن اینیرګو ته اجازه ورکړل شوې، چې د افغانستان برېښنا شرکت سره شوي قراردادونه وغځوي. دغه راز دې شرکت ته دا اجازه هم ورکړل شوې چې افغانستان ته د لېږدېدونکې برېښنا اندازه او بیه وټاکي.
په خبر کې دا نه دي ویل شوي چې په اوس وخت کې ترکمنستان څومره برېښنا افغانستان ته ورکوي، خو ویل شوي چې دا هېواد د افغانستان سربېره، ایران، ازبکستان او قرغزستان ته هم برېښنا صادروي.
افغانستان په دې وروستیو کې له ازبکستانه د وارداتي برېښنا د کمېدو له امله له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوی چې د کابل په ګډون نږدې شلو ولایتونو کې ډېری خلک د برېښنا له پرچاوۍ شکایت کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس