کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۴ مه نېټه):
د ترکمنستان د خپلواکې ورځپاڼې د راپور له مخې د ترکمنستان د ولسمشر سردار بیردی محمدوف د لاسلیک شوی فرمان له مخې د ترکمنستان د برېښنا دولتی شرکت، ترکمن اینیرګو ته اجازه ورکړل شوې، چې د افغانستان برېښنا شرکت سره شوی قراردادونه وغځوی. دغه راز دې شرکت ته دا اجازه هم ورکړل شوې چې افغانستان ته د لېږدېدونکې برېښنا اندازه او بیه وټاکی.
په خبر کې دا نه دی ویل شوی چې په اوس وخت کې ترکمنستان څومره برېښنا افغانستان ته ورکوی، خو ویل شوی چې دا هېواد د افغانستان سربېره، ایران، ازبکستان او قرغزستان ته هم برېښنا صادروی.
افغانستان په دې وروستیو کې له ازبکستانه د وارداتی برېښنا د کمېدو له امله له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوی چې د کابل په ګډون نږدې شلو ولایتونو کې ډېری خلک د برېښنا له پرچاوۍ شکایت کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ