ترکیه له ۳۶۰زیات نور افغان کډوال له خپلې خاورې باسی

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چنګاښ ۱۵مه او د جولای میاشتې ۶مه نېټه ده) د ترکیې د اناتولیا خبری آژانس د راپور له مخې ۳۶۳ افغان کډوال د دې هېواد چارواکو استانبول ته لېږدولی چې له هغه ځایه یې افغانستان ته واستوی.
دغه افغان کډوال د ترکیې په ادیرنه ښار کې نیول شوی دی.
د راپور له مخې دغو افغانانو چې په غیر قانونی توګه یې په دې ښارکې ژوند کاوه، له همدې امله چې د استوګنې قانونی اجازه یې نه ‌لرله، بېرته افغانستان ته لېږل کېږی.
خو دا نه ‌دی ویل شوی چې دوی به کله افغانستان ته لېږل کېږی.
ترکیې په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.
د غوایی په میاشت کې یې ۲۲۷ افغانان ایستلی و او هغه مهال یې ویلی وچې له غیر قانونی کډوالو سره به جدی چلند کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.