کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کانونو او پترولیم وزارت ویلی، چې ترکیی پانګوالو د کانونو په برخه په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې.
د خبر پر بنسټ د کانونو او پترولیم وزارت مسوولینو ویلی، چې د دې وزارت سرپرست له ترکیی پانګوالو سره د افغانستان پر کانونو د پانګونې په اړه خبرې – اترې کړې دی.
کانونو وزارت زیاته کړې، ترکی پانګوالو په دې لیدنه کې ویلی، چې د افغانستان په کانونو باندې به پانګونه او پروسېس د افغانستان د ننه کوی.
خبر زیاتوی، چې د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست په دې لیدنه کې له ترکی پانګوالو سره ژمنه کړې، چې د پانګونې په برخه کې به له خپله اړخه پوره همکاری ترسره کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ