ترکی او روسی پانګه وال لېواله دی چې افغانستان کې د انرژۍ پر تولید پانګونه وکړی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۲۳مه او د جون میاشتې ۱۳مه نېټه ده) د افغانستان ا.ا وایی چې روسی او ترکی پانګه‌ وال د انرژی د تولید برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.
د ترکیې هیواد د Emin Electricity شرکت استازی د اوبو او انرژی وزارت د انرژی له مرستیال مولوی عارف الله عارف سره په لیدنه کې افغانستان کې د انرژی د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
ترکی شرکت د اوبو او انرژی وزارت څخه یې په دې برخه کې د زمینې برابرولو او مرستې غوښتنه کړې ده.
د اوبو او انرژی وزارت او برېښنا شرکت یادو استازو ته د هر ډول مرستې او زمینې برابرولو ډاډ ورکړی دی.
د روسی او ترکی شرکتونو استازو ویلی چې ډېر ژر به خپل تخنیکی انجینران له مشخصو وړاندیزونو سره افغانستان ته راولېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.