ترکی پانګوالو افغانستان کې د اوبو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۰  نېټه):

د راپورونو له مخې.د ترکیې یو شمېر پانګوالو د اوبو او برېښنا له سرپرست وزیر سره لیدنه کې د اوبو په برخه کې پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې په دې لیدنه کې سرپرست وزیر ویلی، افغانستان له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید ظرفیتونه لری او دوی په دې برخه کې د هر راز پانګونې هرکلی کوی.

نوموړی ټینګار کړی چې د دواړو لورو د مسوولینو ترمنځ د لا زیاتی همغږۍ په موخه دې تخنیکی ناستې ترسره شی، څو ډېر ژر د دې پانګونو لپاره زمینه چمتو او عملی چارې پیل شی.

ترکیی پانګوال په داسې حال کې د  اوبو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښیی چې سرپرست حکومت وایی، هڅه کوی د هېواد ټولې اوبه کنټرول او له دې برخې څخه د برېښنا او کرنې سکتور ته وده ورکړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.