معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیه افغانستان سره د چاپېریالي مسایلو په برخه کې همکاري کوي

ترکیه افغانستان سره د چاپېریالي مسایلو په برخه کې همکاري کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له رییس سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د چاپېریالي مسایلو په برخه کې ملاتړ او همکارۍ ته چمتو دی.

د خبر پر بنسټ دې لیدنه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس ویلي، هیله لري چې له ترکیې سره د چاپېریالي موضوعاتو، د تکنالوژیو او تجربو لېږد او ظرفیت لوړونې په برخو کې ګډې همکاري ولري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شي.

نوموړي زیاته کړې، د چاپېریال ساتنې ملي اداره د ټولو نړیوالو کنوانسینونو تعهداتو ته ژمنه ده، خو په خبره یې نړیوال د چاپېریالي مسایلو په برخه کې له افغانستان سره لازمه همکاري نه کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس