کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال د چاپېریال ساتنې ملی ادارې له رییس سره په لیدنه کې ویلی، چې هېواد یې له افغانستان سره د چاپېریالی مسایلو په برخه کې ملاتړ او همکارۍ ته چمتو دی.
د خبر پر بنسټ دې لیدنه کې د چاپېریال ساتنې ملی ادارې رییس ویلی، هیله لری چې له ترکیې سره د چاپېریالی موضوعاتو، د تکنالوژیو او تجربو لېږد او ظرفیت لوړونې په برخو کې ګډې همکاری ولری او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شی.
نوموړی زیاته کړې، د چاپېریال ساتنې ملی اداره د ټولو نړیوالو کنوانسینونو تعهداتو ته ژمنه ده، خو په خبره یې نړیوال د چاپېریالی مسایلو په برخه کې له افغانستان سره لازمه همکاری نه کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ