معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیه به راتلونکو څو ورځو کې د بشري مرستو اوومه جوپه هم افغانستان ته واستوي

ترکیه به راتلونکو څو ورځو کې د بشري مرستو اوومه جوپه هم افغانستان ته واستوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۵ مه نېټه):
د بهرنیو چارو وزارت له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د ترکیې هېواد مرستیال سفیر جهاد ارګینای د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره کتنه کې افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د ترکیې مرستیال سفیر دغه کتنه کې بهرنیو چارو وزارت مخی ته د شویې چاودني په اړه د خپل حکومت له لورې د تسلیت مراتب وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې په نږدې ورځو کې به ترکیې هېواد له لورې د بشردوستانه مرستو اوومه جوپه هم افغانستان ته ورسیږي.
دغه لیدنې کې مرستیال سفیر ټینګار کړی چې د بشري مرستو دا لړۍ به له افغانستان سره جاري وساتي.
دغه کتنه کې افغان خارجه وزیر د ترکیې هېواد له بشري مرستو مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ویزو د اجراء او سیاسي اړیکو په پیاوړتیا باندې خبرې کړې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس