کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۵ مه نېټه):
د بهرنیو چارو وزارت له لوری رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې په افغانستان کې د ترکیې هېواد مرستیال سفیر جهاد ارګینای د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقی سره کتنه کې افغانستان سره د بشری مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
خبرپاڼه کې راغلی، چې د ترکیې مرستیال سفیر دغه کتنه کې بهرنیو چارو وزارت مخی ته د شویې چاودنی په اړه د خپل حکومت له لورې د تسلیت مراتب وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې په نږدې ورځو کې به ترکیې هېواد له لورې د بشردوستانه مرستو اوومه جوپه هم افغانستان ته ورسیږی.
دغه لیدنې کې مرستیال سفیر ټینګار کړی چې د بشری مرستو دا لړۍ به له افغانستان سره جاری وساتی.
دغه کتنه کې افغان خارجه وزیر د ترکیې هېواد له بشری مرستو مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ویزو د اجراء او سیاسی اړیکو په پیاوړتیا باندې خبرې کړې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ