کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په کابل کې د ترکیې سفیر ویلی، هېواد یې له افغانستان سره ښې اړیکې لری او له همدې لارې غواړی چې په دې هېواد کې د ظرفیتونو په لوړولو کار وکړی. نوموړی ویلی، چې ترکیه غواړی له افغانستان سره په هره برخه کې اړیکې پراخې کړی، چې د پوهنې مسله یې لومړیتوب دی.
نوموړی زیاته کړې، غواړی چې له افغانستان سره خپلې څو کلنې تجربې شریکې کړی او د ظرفیت لوړولو ته ډېر ارزښت ورکړی.
دغه راز د د ترکیې ملی ازموینو ادارې مرستیال هم ویلی، چې دوی د ازموینې په برخه کې څو کلنه تجربه لری، دقت او سمون یې په اصولو کې تر ټولو اړین اصل دی.
هر کال له پېنځه زره څخه زیاتې پوښتنې له تکرار پرته چمتو کوی او غواړی دا تجربه له افغانستان سره شریکه کړی.
په ورته مهال، د افغانستان د ازموینو ملی ادارې مشر ویلی، دوی د پوهنې په برخه کې له ترکیې څخه د نورو ډېرو مرستو او همکاریو غوښتونکی دی او غواړی، چې د ترکیې له تجربو څخه ګټه پورته کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ