معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیه وايي، په هر ډول حالاتو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یؤ

ترکیه وايي، په هر ډول حالاتو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یؤ

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کورنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ترکیې له نوي شارژدافیر “جنک اونال” او مل پلاوي سره د پېژندنې ناسته کړې ده.
په دې لیدنه کې د ترکیې شارژدافیر ویلي، دواړه ملتونه داسې ګډ ارزښتونه لري چې د اړیکو د ټینګ بنسټ یې جوړیږي.
نوموړي د دې اړیکو پالل او پراخول خپله دنده او ماموریت بللی او زیاته کړې یې ده، چې ترکیه په ستونزمنو حالاتو کې د افغانانو ترڅنګ درېدل خپله وجیبه بولي.
شارژدافیر د امنیت ټینګښت په برخه کې د سرپرست حکومت هڅې ستایلي او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان روان وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو سره د ښه کېدو په حال کې دی.
نوموړي همدارنګه د نشه يي توکو پر وړاندې د سرپرست حکومت پرېکنده چلند او مبارزه ستایلې او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه هم کړې ده.
نوموړي په بشري مرستو بار د اتم اورګاډي د راتلو خبره کړې، چې په را رسېدو سره به یې په افغانستان کې ګڼ شمېر خلک بشري مرستې ترلاسه کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس