ترکیه وایی، په هر ډول حالاتو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یؤ

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کورنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ترکیې له نوی شارژدافیر “جنک اونال” او مل پلاوی سره د پېژندنې ناسته کړې ده.
په دې لیدنه کې د ترکیې شارژدافیر ویلی، دواړه ملتونه داسې ګډ ارزښتونه لری چې د اړیکو د ټینګ بنسټ یې جوړیږی.
نوموړی د دې اړیکو پالل او پراخول خپله دنده او ماموریت بللی او زیاته کړې یې ده، چې ترکیه په ستونزمنو حالاتو کې د افغانانو ترڅنګ درېدل خپله وجیبه بولی.
شارژدافیر د امنیت ټینګښت په برخه کې د سرپرست حکومت هڅې ستایلی او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان روان وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو سره د ښه کېدو په حال کې دی.
نوموړی همدارنګه د نشه یی توکو پر وړاندې د سرپرست حکومت پرېکنده چلند او مبارزه ستایلې او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه هم کړې ده.
نوموړی په بشری مرستو بار د اتم اورګاډی د راتلو خبره کړې، چې په را رسېدو سره به یې په افغانستان کې ګڼ شمېر خلک بشری مرستې ترلاسه کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.