معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیه کې د ترهګرۍ په تور ۱۱۰ کسان نیول شوي

ترکیه کې د ترهګرۍ په تور ۱۱۰ کسان نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۶ نېټه):
ترکي رسنیو ته د دغه هېواد امنیتي سرچینو ویلي، چې د دغه هېواد پولیسو د هغو کسانو پر ضد په عملیاتو کې ۱۱۰ کسان نیولي، چې د کردستان کارګر ګوند (PKK) سره پرې د تړاو شک وو.
د خبر له مخې پر دغه ګوند باندې ترکیه کې بندیز دی. سرچینې ویلي، که څه هم دغه عملیات ۲۱ ولایتونو ته غځول شوي، خو اصلي تمرکز یې د دې هېواد په سویل ختیځ د دیاربکر ښار پر کرد مېشتو سیمو دی.
د ترکېې پارلمان یوه کرد پلوه غړي وویل چې په نیول شویو کسانو کې سیاستوال، وکیلان، خبریالان او هنرمندان شامل دي. دا نیونې د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو له ترسره کېدو څو اونۍ وړاندې تر سره کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس