کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۶ نېټه):
ترکی رسنیو ته د دغه هېواد امنیتی سرچینو ویلی، چې د دغه هېواد پولیسو د هغو کسانو پر ضد په عملیاتو کې ۱۱۰ کسان نیولی، چې د کردستان کارګر ګوند (PKK) سره پرې د تړاو شک وو.
د خبر له مخې پر دغه ګوند باندې ترکیه کې بندیز دی. سرچینې ویلی، که څه هم دغه عملیات ۲۱ ولایتونو ته غځول شوی، خو اصلی تمرکز یې د دې هېواد په سویل ختیځ د دیاربکر ښار پر کرد مېشتو سیمو دی.
د ترکېې پارلمان یوه کرد پلوه غړی وویل چې په نیول شویو کسانو کې سیاستوال، وکیلان، خبریالان او هنرمندان شامل دی. دا نیونې د ولسمشریزو او پارلمانی ټاکنو له ترسره کېدو څو اونۍ وړاندې تر سره کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ