کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۲۵مه او د اکټوبر میاشتې ۱۷مه نېټه ده) په ترکیه کې د نړۍ د دینی عالمانو غونډه په یوه پرېکړه لیک پای ته ورسېده چې دوه مادې یې د افغانستان په اړه دی.
په دغې غونډې کې د ګډون لپاره له افغانستانه د حکومت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد ترکیې ته تللی و.
هغه پر خپل ټویټر لیکلی چې د پرېکړه لیک په ۱۲ ماده کې، په افغانستان کې د امریکایی اشغال پای او د ا.ا په رامنځ ته کېدو سره د نړۍ له هېوادونو غوښتل شوی، چې د نورو اسلامی هېوادونو او افغانستان تر منځ د هراړخیزو اقتصادی، سیاسی او کلتوری اړیکو په رامنځ ته کولو او رسمیت پېژندنه کې مثبت رول ولوبوی.
د دغې غونډې د پرېکړه لیک په ۱۳ ماده کې چې، د افغانستان په اړه ده، ویل شوی، چې په دغه هېواد کې راغلی ناوړه اقتصادی وضعیت د نړۍ د عالمانو مسوولیت لا پسې زیاتوی.
پرېکړه لیک په دې ټینګار کوی، چې افغانانو ته دې د ګټور او حلال اقتصاد د پیاوړی کولو لار هواره شی او په خبره یې عالمان دې د خپلو هېوادونو سوداګر او حکومتونه له افغان ولس سره مرستو ته وهڅوی.
دا په داسې حال کې ده، چې د یاد پرېکړه لیک دوهمه ماده د ټولو اسلامی هېوادونو لپاره هر ډول زدکړې مهمې بللی او ټینګار کوی، چې اسلامی نړۍ باید د عقیدوی او فکری زدکړو تر څنګ د نور ګټورو زدکړو په ډګر کې هم ښه وځلېږی.
د یادولو وړ ده، چې ذبیح الله مجاهد دغې غونډې ته د وینا پر مهال په نوې ژمنې سره په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو پرانستل حتمی وبلل او په خبره یې، دا مهال د نصاب په سمونې، د تګ راتګ لپاره د ترانسپورټی وسایلو پر چمتو کولو او د نجونو لپاره د جلا ښوونیز او معیاری سیسټم پر جوړولو کار روان دی.
گهیځ