کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۴):
د راپورونو له مخې په ترکیه کې یوې محکمې د استانبول ښاروال او د ولسمشر اردوغان پیاوړی رقیب اکرم امام اوغلو له سیاسی فعالیتونو منع کړی دی.
راپورونه وایی، چې نوموړی د سیاسی فعالیت بندېدو سربېره پر زندان هم محکوم شوی دی.
پر نوموړی تور دی چې د ترکیې دولتی مقامونو ته یې سپکاوی کړی دی.
محکمې د اوغلو د بند موده دوه کاله او اووه میاشتې اعلان کړې ده.
اکرم امام اوغلو په ۲۰۱۹ کال کې په داسې حال کې د استانبول ښاروال وټاکل شو چې تر ده مخکې دا څوکۍ د دوو نیمو لسیزو لپاره د اردوغان د عدالت او پراختیا له ګوند سره وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ