ترکیې د سوریې له حکومته غوښتی، چې له خپلو وسلوالو مخالفو سره موافقې ته ورسیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په انقره کې له خپل ایرانی سیال عباس عراقچی سره ګډې خبری غونډې ته په وینا کې ویلی، چې د سوریې کړکېچ د ډیپلوماسۍ له لارې حل شی.

د نوموړی په وینا دغه ستونزه هغه مهال حل کېدلی شی، چې د دې هېواد حکومت له خپلو خلکو او وسلوالو مخالفینو سره موافقې ته ورسیږی.

هغه د آستانه پروسې د بیا پیل غوښتنه وکړه، چې د روسیې، ایران او ترکیې درې اړخیزې خبرې په کې شاملې دی.

تر دې مخکې رویټرز آژانس راپور ورکړ، چې ایران پلوه وسلوالې ډلې له عراق څخه سوریې ته ننوتې او د کلابندو دولتی ځواکونو د ملاتړ لپاره د سوریې شمال ته لېږل شوې دی.

د سوریې پوځ سرچینو تایید کړې چې په دغو ډلو کې حشدالشعبی، د عراق کتایب حزب‌الله او د فاطمیون لښکر شامل دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.