کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان له نړیوالو غوښتی، چې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړی.
اردوغان د افغانستان په ځینو ولایاتو کې وروستی سېلابونه بوګنوونکی بللی او د سېلاب ځپلو په لاسنیوی یې ټینګار کړی دی.
بلخوا د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر د بشری مرستو پر دوام، د معیشتی او کرنیزو مرستو په ګډون د دوامداره حللارو پر موندلو او بالآخره د افغانانو د غږ پر اورېدو ټینګار کړی.
یو شمېر کورنیو خېریه بنسټونو، د سرپرست حکومت بېلابېلو ادارو، د ترکیې مدنی بنسټونو او په هېواد کې دننه او بهر یو شمېر سوداګرو هم له سېلاب ځپلو سره بشری مرستې کړې دی.
تر اوسه د ترکیې، ایران، قطر، روسیې، جاپان او ازبکستان هېوادونو او یو شمېر مرستندویه بنسټونو له افغان سېلاب ځپلو سره مرسته کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ